Untitled 1

لومړی څپرکی-لمفاوی سسټم-اوومه برخه(پای)

27.11.2006 10:55

د لمفاوي سيستم انكشافي اناتو مي:
د لمفاوي سيسټم پر مختګ ( انكشاف) د القاح نه  وروسته، د پنځمي هفتي په اخر كې شروع كيږي.
لمفاوي رګونه د پنځو لمړنيو لمفاوي كڅوړو او Cisterna chili  څخه راوځي.
۱-د  Jugular Lymphatic Sacsله جوړې نه سر، غاړي او بازوګانو ته.
۲- د Iliac lymphatic Sacs جوړي څخه لانديني تنه اولانديني نهاياتو ته.
۳- او د Retro Peritoneal lymph sac او Cisterna Chyli څخه هضمي سيستم ته څانکې وركوي.
د جنيني ژوند په نهمه هفته كې د خوله په خوله كيدو (Anastomosis) په ډول د ښي اوكيڼ Thorasic duct  د لارې د Cisterna Chyli سره پيوستيږي.
پوخ صدري قنات د ښي Thorasic duct  د  Coudal برخي او د كيڼ  Thorasic duct  د Cranial برخي او Anastomosis څخه انكشاف كوي.
ښی Thorasic duct  د ښي Thorasic duct  د پورتني برخي څخه انكشاف كوي او د Cisterna Chyli پورتنۍ برخه د زيږيدو نه وروسته پخپل حال پاتې كيږي.
د Cisterna Chyli د پورتنۍ برخي  نه  علاوه  د جنينی مرحلي  ټولې  لمفاوي  كڅوړې  دجنيني  مرحلې  په لمړ نيو دوروكې  په پيژندل شوي  لمفاوي  غوټو  انكشاف  كوي.
كله  چی  دلمفاوی  كڅورو  خاليګاه  د Mesenchymal  حجراتو  په واسطه  ونيوله شوه او دكڅوړي خاليګاه ډكه شوه  نو د لمفاوي Sinuses شبكه انكشاف كوي. خام جنيني لمفوسايتونه د هډوكي په مغزوكې توليد يږي چه وروسته Thymus gland  ته ځي او هلته په غير فعال پخو لمفوسايتونو (T-cell) بدليږي.
Spleen د معدې په مز نتري (Greater Omentum) كې د Mesenchymal حجراتو څخه انكشاف كوي او ټانسلونه خولې او ستونې ته نږدې د مختلفو لمفاوي نډولونو څخه منځته راځي.

د لمفاوي سيستم غير نور مال انكشاف:


Hodgkin`s Disease:Hodgkin`s Disease د لمفاوي غوټو د يو سرطاني بڼې څخه عبارت دی چې په اخته شوی لمفاوي نسج كې د لويو څو هستوي  حجراتو (Red-sternberg cells) د موجوديت په اساس مشخص كيږي.
د Hodgkin`s Disease لمړنۍ نښه بې درده پړسيدلي لمفاوي غوټې دي چې زياتره د غاړې په ناحيه كې او كله كله د تخرګ  ،سپوغي  او ورانه په برخه كې هم ليدل كيږي.
د دي ناروغۍ وروستي اعراض او نښې د مخ او غاړې د پړسوب، كم خوني، زيړي، او د انتاناتو په وړاندې د مستعديت (Susceptibility) د زياتوالي څخه عبارت دي.
Hodgkin's Disease  زياتره د (38-15) كلنی په عمر او د 50 كلنی څخه وروسته  پيښيږی. په جاپان  كی فقط  په هغو خلكو كي چی  عمرونه یي د 50 كلتي څخه پورته وي پيښيږى.
ددغي ناروغۍ د ملاحظي وړ كاميابه درملنه  Radiation therapy او Chemotherapy  دي او كچيري درملنه یي ونشي نو وژونكي دي، ددغی  ناروغۍ  سبب  ندی  معلوم  خو  د علاج وړ دى.

دلمفاوی سيستم اړوند  طبي  اصطلاحات :


 Elephantiasis : په لمفاوي قناتونو كې   ديو ډول پرازيت (Filarial warm) د وجې دلمف بندیدو ته چې  د پښواو سپوغي نواحيو  د پړ سوب (غټيدو) سبب كيږې وایې .


Hyper splenism : هغه  حالت  ته وایې  چې  په هغه  كې توری  په غير نورمال  ډول  سره ډير فعال  وي  او دوينې د حجراتو  زيات  تخريب  صورت  نيسي .


Lymph adenectomy  : دلمفاوي غوټوويستل.


Lymphadenopatty : دلمفاوي  غوټو ناروغي  چې  دلمفاوي  غوټو  دغټيدو (لوئيدو) سبب ګرځي.


Lymphangioma  : د لمفاوي نسج سليم  تومور.


Lymphongitis : دلمفاوي  رګونو  التهاب.


Lymphatic Metastasis: هغه حالت  چې  په  هغه كې يوه  ناروغي  دلمفاوي  سيستم  دلارې  دبدن  نورو برخوته لاره  پيدا كړي  Lymphatic Metastasis نومیږي.


Lymphoma: د لمفاوي غوټو تومور.


Lympho Sarcoma: د لمفاوي نسج خبيث تومور.


Splenectomoy: د ټول توري ويستل.


Splenomegaly: د توري غټيدل چي د يوي انتاني ناروغۍ لكه Scorlet Fever ، ملاريا،typhy oid  اويا Syphilis په تعقيب منځته راشي.