Untitled 1

پیښې او لومړنۍ مرستې-اوله برخه

22.11.2006 09:09

پیژندنه:

هغه مرستې او هڅې چې بې له ځنډه د یوې حادثې له پیښیدو څخه تر روغتیایې کتنځي او یا روغتون پورې د یو مصدوم(ناروغ) سره کیږي ترڅود بیمارۍ د زیاتیدو او مړینې څخه مخنیوې وکړي د لومړنیو مرستو په نامه یادیږي.

مرسته کوونکی د لومړنیو مرستو د اصولو په زده کولوسره پرته لدې چې روغتیایي (طبي) زده کړې ولري د مصدوم(ناروغ) ژوند ژغورلی شي.

موخې:

۱-دپیښې پیژندنه.

۲-مصدوم(ناروغ) سره لومړنۍ مرستې.

۳-روغتون ته د ناروغ ورلیږدول.

 

دمصدوم(ناروغ) لومړني معاینات:

دیومصدوم سره د اړوندو ځانګړو لومړنیو مرستو څخه مخکې لاندیني مرستې باید وشي.

 

۱-د هوایي(تنفسي) لارې کتنه او پاکول د لاندنیني انځورونو په شان .



 

 

 

 

 

 

 

 

د بیمار سر ښی طرف ته تاو کړﺉ اودښي لاس د ګوتې په ذریعه هر هغه څیز چې د تنفسي مجرا د بندیدو سبب شوی وي لکه لاړې،مصنوعي غاښونه،شاته تاوه شوې ژبه او یا بل څه  وویستل شي

 

  

۲-دتنفس اعاده کول د لاندنیني انځورونو په شان.

 

 


 


 

 

 

 

 

 

 

 دکیڼ لاس په ذریعه د مصدوم پزه بنده او د ښي لاس په مرسته زنه لاندې خواته کش کړﺉ

بیا په هرو دریو ثانیو کې یو ځلې د ناروغ په خوله کې هواپه زوره پو کړﺉ یانې په یوه دقیقه کې ۲۰ پوکی.

 

 

۳-دوینې ددوران نورمال ساتل اوزړه په حرکاتو(ټوپونو)راوستل  د لاندنیني انځورونو په شان .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 ناروغ ستونی ستاغ څملوﺉ

دکیڼ لاس ورغوی د ناروغ په ټټر دزړه د پاسه کیږدﺉ

دناروغ ټټر ۴-۵ ځلي په زوره کښیکاږﺉ 

 

 ۴-نبض کتل چې د ۶۰ څخه تر ۱۰۰ ټوپه(ضربان) پورې په یوه دقیقه کې  نورمال وي.

نبض په لاندنیو ځایونو کې جس کیدی شي:

الف-د لاس د بند په داخلي خوا د غټې ګوتې په طرف.

ب- د لاس دڅنګلې بند په داخلي خوا کې.

ج-دغاړې په ناحیه کې.

د-مغبني(سپوغي) په ناحیه کې.

ه-دښنګرې د بند په داخلي خوا کې د ښنګري شاته.

 

۵-تنفس(ساه اخستل): د ناروغ ټټر ته کتل کیږي چی ۱۲ څخه تر ۲۰ ځلي پورې په یوه دقیقه کې نورمال وي.

 

۶-دبدن دتودوخي ددرجې مالومول چې نورماله کچه( اندازه) یې ۳۶.۵ څخه ۳۷.۷ درجې د سانتي ګراد ده.

 

۷-دوینې د فشار مالومول چې نورماله اندازه یې ۱۳۰/۹۰ ملي متر سیماب دی.

 

۸-او په پای کې دسر څخه تر پښو پورې د بیمارد معاینه کولونه وروسته ځانګړې اړوند لومړني مرستې وکړﺉ.