Untitled 1

په نړیواله کچه د ایډس په ناروغۍ د اخته کسانو د شمیرې لږوالی

17.08.2008 11:31

یوه تازه څیړنه ښیې چې د نړۍ په کچه د ایډس په ناروغۍ د اخته کسانو شمیره د پام وړ ټیټه شوي ده.د ملګرو ملتونو له خوا دا تر سره شوي سروي ښیې چې د ایډس په ناروغۍ د اخته کسانو شمیره له ۴۰ ملیونو ۳۷ ملیونو ته را ټیټه شوي ده . ملګري ملتونه وایې چې دا شمیره د متواترو مړینو په سبب دې کچې ته را ښکته شوي ده. دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو  شمیره مخ پر زیاتیدوده . د عامي روغتیا وزارت وړاندوینه کوي چې ښایي ۲۵۰ تنه په ټول ملک کې په اچ ای وي وایرس اخته وي خو پر وینا یې له دوي سره رسمي ارقام د ۴۶۵ کسانو د مثبت اچ ای وي تاید کوي.

له بېنوا.کام نه په مننې سره