Untitled 1

ايوډین دانسان په بدن کې يوه ډيره ضروي ماده ده

20.08.2007 16:01 ايوډين دانسان په بدن کې يوه ډيره ضروي ماده ده دروغتيايي څيړنو له مخې په افغانستان کې د ذهني وروسته پاتي والي عمده علت د ايودين کموالی دی. بيلابيلو روغتيايي څيړنو کې دا راغلي چې د افغانستان ډير شمير ماشومان او ښځي د ايوډين په کموالي اخته دي. ايوډين دانسان په بدن کې يوه ډيره ضروي ماده ده چې د تايرايډ د غدې چې خلک يي هډي بولي ،په فعاليتونو کې عمده رول لري. دا غده د تايروکسين په نوم يو هورمون افرازوي چې ايوډين يې اساسي جز دی نو که چيرته ايوډين کم شي نو دا غده هم بيا په سمه توګه کار نشي کولي او غټه شي چې خلک ورته جاغور وايي . ډاکتران وايي چې که چيرته دانسان په بدن کې د ايوډين کموالی وي نو د انسان بدن په سمه توګه کار نشي کولی. ماشوم سمه وده نه کوي په تيره دماغي وده يې ډيره کمزوری کيږي. روغتيايي څيړنو دا جوته کړې چې که يوه مور د ايوډين په کموالي اخته وي نو ماشومام يې هم پري اخته کيداي شي. هغه ماشوم چې دمور په نس کې د ايوډين په کموالي اخته وي تر ټولو ډير له خطر سره مخامخ کيږي. که دغسې ماشومان چې د ايوډين په کموالي اخته وي له لویيدو سره يې روغتیایي ستونزې لا ډيريږي یانې هم يې ذهني او هم يې جسمي وده کميږي. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي د افغانستان ميرمنې او ماشومان په تيره هغه ماشومان چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم دي شل په سلو کې د ايودين په کموالي اخته دي. په طبيعي توګه ددوي په اوبو کې د ايودين کموالي شته . په تيره هغه خلک چې د چينو او لښتو اوبه څښي. که څه هم چې ايوډين د خوراکې موادو له لاري هم تر يوه حده تر لاسه کيداي شي خو چې کله يي په اوبو کې کموالي وي نوپه بوټو کې يي هم کموالي احساسيږي. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادراه په خپلو راپورونو کې وايي تر ټولو غوره دا ده چې خلک ايوډين داره مالګه وخوري . که په ورځينو خوړو کې کورنې ايوډين لرونکې مالګه استعمال کړي نو ماشومان يې سمه وده کوي او په دې توګه د ماشومانو ذهني وده ښه کيږي. ايوډين لرونکې مالګه لويانو ته هم ډيره گټوره ده . هوډ