Untitled 1

د ايډز ناروغۍ په وړاندې ۸۰ نوى جوړ شوى درملونه

03.04.2007 14:56

د ايډز ناروغۍ په وړاندې  ۸۰ نوى  جوړ شوى درملونه
 
د امريكا د درمل جوړونكو د اسېمبلۍ مشر په خپله وينا کښې ووئيل چې فعلا په نړۍ کښې په ۸۰ و نوو دواګانو كار روان دى چې په هغوۍ کښې ۱۵ واكسين هم شامل دى.
دا دواګانې اوس په روغتونونو کښې په ناروغانو ازمويل كيږى ، نوموړى زياته كړه چې له دې ډلې څخه يوې ډلې دواګانو ښه نتيجه وركړى ده چې په دا لنډ وخت کښې به د عمده استعمال لپاره بازار ته راووځى . همدا ډول ئې ووئيل چې تر ټول لوړ رول واكسينو ته وركړل شوى دى هغه دا چې دا واكسينونه د ايډز ناروغۍ په وړاندې خاص معافيت جوړوى همدا ډول په وجود کښې  د ایچ آی وي د ويروس د نشرېدو مخه نيسى ، لټونكى تل ميندونكى دى د ويلو ورسته ئې د لومړى ايډز ويروس ضد درمل (ازيداتيميدين يا زيدوودين) په هكله خبرې وكړې چې د ناروغۍ د لومړى ځل  پيدا كېدو نه څلور كاله ورسته جوړ شوى دى.دواګانې خو ډېرې دى ، داسې معلوميږى چې د ايډز ويروس د مرګ خوند نه څكى هغه دا چې په نړۍ کښې هره ورځ څه نا څه ۱۵ زره تنه د ايډز په رنځ اخته او په دا وروستيو څلورو كالونو کښې تقريبا ۶ ميليونه تنه د ايډزويروس د مرګ كندې ته اچولى دى.

یادوونه:پورتنی مطلب د وحدت ورځپاړې له انټرنېټی سایټ نه کاپي شوی.

په درنښت

ډاکټر صداقت یعقوبي